الوتني

د کابل د هوا وضعیت


         

په کابل کی د آذان شرعی وختونه

د اجرا په حال کې...

د نن ورځی د اسعارو بیه

دی اجرا په حال کي...

د کابل ورځپاڼی

د قلعه زمان خان شپېته متره سړک د یوې لیکې وروستۍ طبقه قیر چارې بشپړې شوې

12393.jpg (1820 × 1024)

د کابل ښاروالۍ د کار، ساتنې او مراقبت ریاست له لوري له بنایي سیمې څخه د شاداب ظفر بلاکونو پر لور د قلعه زمان خان شپېته متره سړک د یوې لیکې وروستۍ (درېیمه) طبقه قیر چارې بشپړې او د دویمې لیکې یې پیل شوې. د قلعه زمان خان شپېته متره سړک په دوه اصلي او دوه فرعي لیکو کې د (۴۲۵۰) مترو په اوږدوالي جوړ شوی چې، اصلي لیکې یې (۱۲) متره سور لري. د یاد سړک د اصلي لیکو د قیر چارو تر بشپړېدو وروسته به د فرعي لیکو د پاتې برخو د جوړولو چارې هم پیل شي.  دا سړک چې، د کابل ښار د ختیځ زون له اقتصادي دهلیزونو څخه شمېرل کیږي، په جوړېدو سره به یې د مکروریانونو څلورلارې، کارته نو او ور څېرمه سړکونو کې ترافیکي ګڼه ګوڼه کمښت ومومي