د اوومې ناحیې اړوند د ده دانا له بازار څخه د پډولې تر سړک او چهلستون پورې د پل حسن سړک د جوړولو او پراختیا پر وړاندې د پرتو خنډونو ( استملاک شویو ملکیتونو) د پاکولو چارې، د دې سړک په اوږدو کې د میشتو ښاریانو په مرسته پیل شوې. د کابل ښاروالۍ د استملاک رئیس انجنیر عبدالمتین حنیف په دې اړه وویل: له پر لپسې خبرتیاوو وروسته، د دغه سړک پر وړاندې د استملاک شویو ملکیتونو او شته خنډونو د پاکولو چارې پیل شوې. نوموړي زیاته کړه چې، د یاد سړک په اوږدو کې (۱۶۱) ملکیتونه استملاک شوي چې د استملاک قانون له مخې به یې مالکانو ته بدیل حقوق ورکړل شي. ښاغلي حنیف وویل: کابل ښاروالۍ د دغه سړک د جوړولو او پراختیا په موخه د ماسټر پلان له مخې اقدام کړی، چې په جوړېدو سره به یې ښاریانو ته ګڼ شمېر آسانتیاوې رامنځته او د ترافیکي ګڼه ګوڼې مخه به ونیول شی. دغه راز د اوومې ناحيې رئیس مولوي عبدالغفور غفوري وويل: د دغه سړک جوړول او پراختيا د سيمې د اوسېدونکو پخوانۍ هيله وه، چې اوس د ترسره کېدو په حال کې ده. نوموړي د سیمې له اوسېدونکو غوښتنه وکړه چې، د دغې پروژې په پلي کېدو کې له کابل ښاروالۍ سره مرسته وکړي. یاد سړک د (۱۳۴۸) مترو په اوږدوالي او (۳۰) مترو په سور سره د کابل ښاروالۍ د ښاري زیربناوو ریاست له خوا ډیزاین شوی چې، د پلولارو، لښتیو، ګلدانونو، بایسکل چلولو کرښو او د یوه معیاري سړک د نورو جزئیاتو په ګډون به د روان کال په اوږدو کې په معیاري او اساسي بڼه جوړ شي
د پل حسن سړک د جوړولو او پراختیا پر وړاندې د پرتو خنډونو د پاکولو چارې پیل شوې