الوتني

د کابل د هوا وضعیت


         

په کابل کی د آذان شرعی وختونه

د اجرا په حال کې...

د نن ورځی د اسعارو بیه

دی اجرا په حال کي...

د کابل ورځپاڼی

د پنځلسمې ناحیې په ۱۲م ګذر کې د دوو فرعي سړکونو د جوړولو چارې روانې دي

12421.jpg (1820 × 1024)

ښاريانو ته د آسانتیاوو رامنځته کولو په موخه، د کابل ښاروالۍ له لوري او د ملګرو ملتونو د پروژوي خدمتونو د دفتر په مرسته، د پنځلسمې ناحیې په ۱۲م ګذر کې د (۷۸۸) مترو په اوږدوالي او په منځنۍ کچه د (۵،۵) مترو په سور سره د دوو فرعي سړکونو د جوړولو چارې روانې دي.  کابل ښاروالۍ د برنامو او پروژو د تنظیم ریاست د معلوماتو پر بنسټ؛ د دې پروژې چارې به د کوچنیو پلونو په ګډون دکابو دوو میاشتو په موده کې بشپړې او ورسره جوخت به د سیمې اوسېدونکو ته ګڼ شمېر آسانتیاوې رامنځته شي. د یادونې وړ ده چې، په دې پروژه کې یو  شمېر ښاریانو ته د کار زمینه هم برابره شوې ده