د کابل د هوا وضعیت

الوتني

د كابل شرعي وختونه

د سهار آذان 3:30 ق-ظ
لمر راختل 4:41 ق-ظ
د ماسپښين آذان 1:00 ب-ظ
د مازديګر آذان 4:50 ب-ظ
د ماښام آذان 7:15 ب-ظ
د ماسختن اَذان 8:45 ب-ظ

د نن ورځي د اسعارو بيه

1 دالر 71.09 افغانی
1 یورو 76.24 افغانی
1 درهم 19.33 افغانی
1 تومان 1.200 افغانی
1 کلدار 255 افغانی
1 هندی 820.50 افغانی

د کابل ورځپاڼی

د سلطان محمود غزنوي سړک دجوړولو پاتې چارې بیاځلي پیل شوې

12423.jpg (1820 × 1024)

د کابل ښاروالۍ د کار، ساتنې او مراقبت ریاست له لوري د څلورمې او یوولسمې ناحیې اړوند، د لب جر او سرای شمالي څلورلارو تر منځ د سلطان محمود غزنوي سړک د جوړولو پاتې چارې چې، د یو لړ تخنیکي او حقوقي ستونزو له امله ځنډېدلې وې، بیاځلي پیل شوې. د ياد سړک د جوړولو چارې مخکې له يوه خصوصي شرکت سره قرارداد شوې وې، چې د بې پروايي او د قرارداد د مادو د نه مراعاتولو له امله نور ورته د کار کولو اجازه ور نه کړل شوه. د کابل ښاروالۍ مشرتابه ټینګار کوي چې، سړکونه باید د ډیزاین او تخنیکي سندونو له مخې په ټاکلي وخت جوړ او د چارو د ترسره کولو پر مهال دې صداقت او ایمانداري په پام کې ونیول شي ترڅو د ملي شتمنۍ له بې ځایه لګښت څخه مخنیوی وشي. ټاکل شوې ده د دغه سړک پاتې چارې چې،(۲۰۵۲) متره اوږدوالی او (۶۰) متره سور لري، د کانالونو، لښتیو، پلو لارو، د بایسکل چلولو لیکو او ګلدانونو په ګډون د روان کال په بهیر کې بشپړې شي. دغه پروژه د کابل په شمال کې د سړک جوړونې له مهمو پروژو څخه ده چې، په تېرو وختونو کې ورته پاملرنه نه ده شوې.  یاده پروژه به د ښاري زیربناوو د پیاوړتیا په موخه چې، په دې سیمه کې د ترافیکې بهیر او ترانسپورت په برخه کې ځواب ویونکي وي، په لوړ کیفیت ترسره شي، ترڅو د ترافیکي بهیر د ویش سربېره، ښاریان سوکالي او هوساینه تجربه کړي