د کابل د هوا وضعیت

الوتني

د كابل شرعي وختونه

د سهار آذان 4.24 ق-ظ
لمر راختل 5.56 ق-ظ
د ماسپښين آذان 12:30 ب-ظ
د مازديګر آذان 4:15 ب-ظ
د ماښام آذان 6.11 ب-ظ
د ماسختن اَذان 7:32 ب-ظ

د نن ورځي د اسعارو بيه

1 دالر 71.85 افغانی
1 یورو 80.00 افغانی
1 درهم 19.60 افغانی
1 تومان 0.840 افغانی
1 کلدار 252 افغانی
1 هندی 822 افغانی

د کابل ورځپاڼی

د اتمې ناحیې په ۱۳م ګذر کې د سړک کانکرېټ چارې روانې دي

12430.jpg (1820 × 1024)

ټولنیزو او ښاري آسانتیاوو ته د ښاریانو د لاس رسي په موخه، د کابل ښاروالۍ له لوري او د ملګرو ملتونو د پروژوي خدمتونو د دفتر په مرسته، د اتمې ناحیې په ۱۳م  کې د اقبال سینما شاته د (۱۵۷) مترو په اوږدوالي او (۱۱) مترو په سور سره د یوه فرعي سړک کانکرېټ چارې روانې دي. د برنامو او پروژو د تنظیم ریاست د معلوماتو پر بنسټ؛ په دغې پروژه کې د سړک دواړو خواوو ته د لښتي او پلې لارې جوړول هم شامل دي چې، تراوسه یې (۸۵) سلنه چارې مخته تللې دي او تر راتلونکې یوې اونۍ پورې به بشپړې او ورسره جوخت به د سیمې اوسېدونکو ته ټولنیزې، ښاري او چاپېریالي اسانتیاوې رامنځته شي.  د یادونې وړ ده چې، د دغې  پروژې له لارې یو شمېر هېوادوالو ته د کار زمینه هم برابره شوې ده