د کابل د هوا وضعیت

الوتني

د كابل شرعي وختونه

د سهار آذان 3:30 ق-ظ
لمر راختل 4:41 ق-ظ
د ماسپښين آذان 1:00 ب-ظ
د مازديګر آذان 4:50 ب-ظ
د ماښام آذان 7:15 ب-ظ
د ماسختن اَذان 8:45 ب-ظ

د نن ورځي د اسعارو بيه

1 دالر 71.09 افغانی
1 یورو 76.24 افغانی
1 درهم 19.33 افغانی
1 تومان 1.200 افغانی
1 کلدار 255 افغانی
1 هندی 820.50 افغانی

د کابل ورځپاڼی

د عدلیې وزارت له مخې څخه د دارالامان تر افشار پورې سړک باندې د کرښو اچولو چارې پیل شوې

12434.jpg (1820 × 1024)

د ترافیکي او ترانسپورتي نظم د ټینګښت په موخه، د کابل ښاروالۍ له لوري د شپږمې ناحیې اړوند عدلیې وزارت له مخې د دارالامان تر افشار پورې سړک باندې د کرښو اچولو چارې پیل شوې. د کابل ښاروالۍ دبرنامو او پروژو دتنظیم رياست د زيربنايي پروژو آمر انجنير محمد حامد سادات په دې اړه وويل: دغه سړک چې په ټولیزه توګه (۲۱۸۶) متره اوږدوالی او (۴۵) متره سور لري، د یوه معیاري سړک ټولې برخې پکې شاملې دي، او اوس مهال یې د کرښو اچولو چارې پیل شوې او ټاکل شوې ده په نږدې ورځو کې یې د ترافیکي نښو او څراغونو د نصبولو چارې هم پیل شي. نوموړي زیاته کړه چې، دغه کار د ترافیکي نظم د مدیریت په برخه کې له خورا ارزښت څخه برخمن دی. له هېوادوالو په ځانګړې توګه له موټر چلوونکو څخه غوښتنه کیږي چې، په کرښو د موټر له چلولو ډډه وکړي ترڅو له یوې خوا له ترافیکي پېښو څخه مخنیوی وشي او له بلې خوا کرښې ژر پاکې نشي. د دې سړک د چارو په بشپړېدو سره به له یوې خوا ښاریانو ته د تګ راتګ په برخه کې ګڼې آسانتیاوې رامنځته او له بلې خوا به د سیمو اقتصادي ودې ته زمینه برابره شي