الوتني

د کابل د هوا وضعیت


         

په کابل کی د آذان شرعی وختونه

د اجرا په حال کې...

د نن ورځی د اسعارو بیه

دی اجرا په حال کي...

د کابل ورځپاڼی

د کابل سیند د پاسه د موټرو د تګ راتګ لپاره د یوه اساسي پُل د جوړولو چارې روانې دي

12440.jpg (1820 × 1024)

د کابل ښاروالۍ له لوري د پنځمې او دیارلسمې ناحیې اړوند د کمپنۍ- برچي سړک په اوږدو کې د کابل سیند د پاسه د موټرو د تګ راتګ لپاره د یوه اساسي پُل د جوړولو چارې جریان لري. د کابل ښاروالۍ د کار، ساتنې او مراقبت ریاست د پلونو او سړکونو آمر انجنیر محمد داود ځواب وویل: دا پُل د (۲۰) مترو په اوږدوالي او (۲۰) مترو په سور سره په دوه لیکو کې د موټرو د تګ راتګ لپاره  په پرمختللې توګه ډیزاین شوی دی چې، اوس مهال یې د لومړۍ طبقې د فرش( د پلیټ نصبولو او کانکریټ) چارې د ترسره کېدو په حال کې دي. د پنځمې او دیارلسمې ناحیې ترمنځ دغه نښلوونکی سړک د کمپنۍ له سړک څخه د برچي نخاس تر حمام پورې (۲۲۷۴) متره اوږدوالی او (۳۰) متره سور لري چې، اوس مهال یې د پله جوړولو سربېره په نورو برخو هم کار روان دی او د یوه معیاري سړک د ټولو برخو په ګډون به یې چارې تر راتلونکو (۳) میاشتو پورې بشپړې او ګټې اخیستنې ته وسپارل شي. د یادونې وړ ده چې، همهاله  د کابل ښاروالۍ له لوري د پُل سوخته- پُل سرخ او د قلعه شانان سړک په اوږدو کې د دوه نورو پلونو د جوړولو چارې هم پیل شوې دي