د کابل د هوا وضعیت

الوتني

د كابل شرعي وختونه

د سهار آذان 3:30 ق-ظ
لمر راختل 4:41 ق-ظ
د ماسپښين آذان 1:00 ب-ظ
د مازديګر آذان 4:50 ب-ظ
د ماښام آذان 7:15 ب-ظ
د ماسختن اَذان 8:45 ب-ظ

د نن ورځي د اسعارو بيه

1 دالر 71.09 افغانی
1 یورو 76.24 افغانی
1 درهم 19.33 افغانی
1 تومان 1.200 افغانی
1 کلدار 255 افغانی
1 هندی 820.50 افغانی

د کابل ورځپاڼی

د کابل شمال- لوېدیځ سړک ۳ کیلو متره برخه قیر کولو ته چمتو شوې ده

12444.jpg (1820 × 1024)

د پنځمې او اوولسمې ناحیې اړوند له ذاکرین ښارګوټي څخه تر قرغې سړک پورې د نوي سړک چارې چې، تېر کال پیل شوې وې؛ په چټکۍ سره روانې دي او اوس مهال یې څه باندې (۳) کیلو متره برخه قیر کولو ته چمتو شوې ده. د کابل ښاروالۍ د کار، ساتنې او مراقبت ریاست د سړک جوړونې آمر انجنیر محمد داود ځواب په دې اړه وویل: دغه سړک چې، (۷۶۴۵) متره اوږدوالی او (۳۰) متره سور لري، د کابل ښاروالۍ له لویو پراختیایي او ټولګټو پروژو څخه شمېرل کیږي. د دې سړک د یوې لیکې (۳) کیلو متره برخه تېر کال قیر شوې او د دویمې لیکې (۳) کیلو متره برخه اوس مهال قیر کولو ته چمتو شوې ده. په همدې توګه په درېیو برخو کې، د غره د لمنې کیندلو، د لښتیو جوړولو او د بنسټیزې برخې په ګډون د یاد سړک دجوړولو چارې روانې دي. د طرحه شوي ډیزاین له مخې، د سړک جوړونې په دې پروژه کې، لښتي، پلې لارې، ګلدانونه، استنادي دېوالونه، ترافیکي دهلیزونه، کرښې اچول او نور جزئیات شامل دي چې، په روان کال کې به یې چارې بشپړې شي