د کابل د هوا وضعیت

الوتني

د كابل شرعي وختونه

د سهار آذان 3:30 ق-ظ
لمر راختل 4:41 ق-ظ
د ماسپښين آذان 1:00 ب-ظ
د مازديګر آذان 4:50 ب-ظ
د ماښام آذان 7:15 ب-ظ
د ماسختن اَذان 8:45 ب-ظ

د نن ورځي د اسعارو بيه

1 دالر 71.09 افغانی
1 یورو 76.24 افغانی
1 درهم 19.33 افغانی
1 تومان 1.200 افغانی
1 کلدار 255 افغانی
1 هندی 820.50 افغانی

د کابل ورځپاڼی

له پل سوخته څخه د پل سرخ په لوري د نښلوونکي سړک د جوړولو چارې پیل شوې

12446.jpg (1820 × 1024)

د استملاکي ملکیتونو او خنډونو تر پاکولو  وروسته، د کابل ښاروالۍ له خوا د درېیمې او شپږمې ناحیې ترمنځ د کابل سیند په اوږدو کې له پُل سوخته سیمې څخه د پُل سرخ په لوري د نوي نښلوونکي سړک د جوړولو چارې پیل شوې. د کابل ښاروالۍ د پروژو اوبرنامو  د تنظیم ریاست د زیربنايي پروژو آمر انجنیر محمد حامد سادات په دې هکله وویل: دغه نوی نښلوونکی سړک چې، د یوه پله او د یوه معیاري سړک د نورو برخو په ګډون (۹۱۰) متره اوږدوالی او (۳۰ ) متره سور لري، د روان کال په بهیر کې به جوړ شي. اوس مهال د دغه سړک د کیندنو، خاورې لیږدولو او لښتیو جوړولو په ګډون لومړنۍ چارې پیل شوې دې چې، د کار د کیفیت د تضمین په موخه به ترې په بېلابېلو پړاوونو کې تخنیکي او فني څارنې ترسره شي. نوموړي زیاته کړه، د تخنيکي سندونو له مخې به تر لابراتواري آزموینې وروسته، د سیخ ګریډ او کیفیت چې، دلښتیو په جوړولو کې کارول کیږي په ډاګه شي. د يادونې وړ ده، چې د کابل ښاروالۍ د کار، ساتنې او مراقبت رياست له خوا د ډیزاین له مخې، د (٣٠) مترو په اوږدوالي او د (۲۰) مترو په سور په دوه لینونو کې د یاد سړک په اوږدو کې د یوه پله د جوړولو چارې هم پیل شوې دي. د دغه سړک او پله په جوړیدو سره به د برچي عمومي سړک، د کارته چهار (۳۰) متره ، ګولايي دوخانې سړک او د کوټې سنګي ( میرویس میدان) څلور لارې ګڼه ګوڼه کمه او د سیمو اقتصادي ودې ته به زمینه برابره شي