د کابل د هوا وضعیت

الوتني

د كابل شرعي وختونه

د سهار آذان 3:30 ق-ظ
لمر راختل 4:41 ق-ظ
د ماسپښين آذان 1:00 ب-ظ
د مازديګر آذان 4:50 ب-ظ
د ماښام آذان 7:15 ب-ظ
د ماسختن اَذان 8:45 ب-ظ

د نن ورځي د اسعارو بيه

1 دالر 71.09 افغانی
1 یورو 76.24 افغانی
1 درهم 19.33 افغانی
1 تومان 1.200 افغانی
1 کلدار 255 افغانی
1 هندی 820.50 افغانی

د کابل ورځپاڼی

د هوایي ډګر له څلورلارې څخه تر ګمرک سیمې پورې د نوي نښلوونکي سړک دجوړولو چارې په چټکۍ سره روانې دي

12464.jpg (1820 × 1024)

د نهمې ناحیې اړوند د هوایي ډګر  له څلورلارې څخه  د کابل- جلال آباد سړک د ګمرک تر سیمې پورې د نوي نښلوونکي سړک د جوړولو چارې چې، څه موده وړاندې د کابل ښاروالۍ له لوري پیل شوې وې په چټکۍ سره روانې دي. اوس مهال په درېیو برخو کې، د کیندنو، خاورې لیږدولو، د لښتیو جوړولو او د پاتې استملاکي ملکیتونو په پاکولو کار روان دی. د هوايي ډګر له څلورلارې څخه تر ګمرک سیمې پورې نوی نښلوونکی سړک چې، ( ٢٧٩٤) متره اوږدوالی او (۶۰) متره سور لري، په دوه اصلي او دوه فرعي لیکو کې به د لښتیو، پلو لارو، ګلدانونو، د بایسکل چلولو لیکو، تم ځایونو او د یوه معیاري سړک د نورو برخو په ګډون په ۱۶ میاشتو کې جوړ او ورسره جوخت به د عامې روغتیا څلورلارې، مکروریانونو او ورڅېرمه سړکونو ترافیکي ګڼه ګوڼه کمه شي. د یادولو وړ ده چې، ددغه سړک د جوړولو چارې به په ټاکلي وخت او ښه کیفیت سره ترسره شي، ځکه د کابل ښاروالۍ د مشرتابه سر بيره، د دغې ادارې فني او تخنیکي ټیمونه تل د سړکونو د چارو له بهیر څخه څارنه کوي