د ۲۲مې ناحیې اړوند د بت خاک (ملالۍ) له څلورلارې څخه تر حلقوي سړک پورې د نوي نښلوونکي سړک دجوړولو چارې چې، څه موده وړاندې د کابل ښاروالۍ له لوري پیل شوې دي، په چټکۍ سره روانې دي. دا سړک (۱۳۲۵) متره اوږدوالی او (۴۵) متره سور لري چې، د لښتیو، پلو لارو، ګلدانونو، کرښو اچولو او د یوه معیاري سړک د ټولو برخو په ګډون به یې چارې د روان کال تر پایه بشپړې او ګټې اخیستنې ته وسپارل شي. د کابل ښاروالۍ دبرنامو او پروژو د تنظیم ریاست انجینران د کار د کیفیت او په ټاکلي وخت د پروژې د پلي کېدو د تضمین په موخه، د دغه سړک د جوړیدو له بیلابیلو پړاوونو څخه فني او تخنیکي څارنې کوي
له بت خاک څلورلارې څخه تر حلقوي سړک پورې د نښلوونکي سړک دجوړولو چارې په چټکۍ سره روانې دي