د کابل ښاروالۍ له لوري او د ملګرو ملتونو د پروژوي خدمتونو د دفتر په مرسته، د دوولسمې ناحیې د ۲۲م ګذر په احمد شاه بابا مېنه کې له تیږو څخه د یوه سړک د جوړولو چارې روانې دي. دغه سړک چې ،(۵۶۰) متره اوږدوالی او (۹) متره سور لري، د لښتیو په ګډون یې تر دې دمه (۷۰) سلنه چارې مخته تللې دي. دغه پروژه د ښاریانو د ستونزو د حل او د کاري فرصتونو د رامنځته کولو په موخه طرحه شوې چې، د راتلونکې یوه نیمه میاشتې په موده کې به بشپړه او ګټې اخیستنې ته وسپارل شي. له تیږو څخه د سړکونو جوړول، له یوې خوا د ځمکې لاندې اوبو سرچینې پیاوړې کوي، او بل خوا له لوړ مقاومت څخه برخمن وي
د دوولسمې ناحیې په ۲۲م ګذر کې له تیږو څخه د سړک جوړولو چارې روانې دي