د کابل د هوا وضعیت

الوتني

د كابل شرعي وختونه

د سهار آذان 5:00 ق-ظ
لمر راختل 5:44 ق-ظ
د ماسپښين آذان 12:30 ب-ظ
د مازديګر آذان 4:1 ب-ظ
د ماښام آذان 5:45 ب-ظ
د ماسختن اَذان 7:8 ب-ظ

د نن ورځي د اسعارو بيه

1 دالر 70.12 افغانی
1 یورو 74.84 افغانی
1 درهم 18.12 افغانی
1 تومان 0.980 افغانی
1 کلدار 241 افغانی
1 هندی 830.50 افغانی

د کابل ورځپاڼی

د خیرخانې کوتل سړک د دویمې برخې د جوړولو چارې روانې دي

12485.jpg (1820 × 1024)

ترانسپورتي، ټولنیزو او ښاري آسانتیاوو ته د لاس رسي په موخه د اوولسمې ناحیې اړوند د خیرخانې کوتل سړک د دویمې برخې د جوړولو چارې چې، څه موده وړاندې د کابل ښاروالۍ له لوري پیل شوې وې؛ اوس مهال یې د کېندنو، قالب بندۍ، او لښتیو جوړولو چارې په چتکۍ سره روانې دي. دا سړک د مزار هډې پر لور په څلورو (دوه اصلي او دوه فرعي) لیکو کې د ۲۵۲۰ مترو په اوږدوالي او د ۶۰ مترو په سور سره جوړیږي چې، د روان کال تر پایه به یې چارې په بنسټیزه توګه بشپړې شي. یاد سړک د لښتیو، پلو لارو، د بایسکل چلولو لیکو، ګلدانونو، څراغونو نصبولو، تم ځایونو، کرښو اچولو، ترافیکي نښو نصبولو او د یوه معیاري سړک د ټولو برخو په ګډون جوړیږي. د خیرخانې کوتل سړک د دویمې برخې جوړول د کابل ښار د تلپاتې اقتصادي او ټولنیزې ودې په برخه کې ځانګړی ارزښت لري چې، په جوړېدو سره به یې د هېوادوالو ترافیکي ستونزې حل او ګڼ شمېر آسانتیاوو ته به لاس رسی ومومي