د کابل ښاروالۍ له لوري او د ملګرو ملتونو د پروژوي خدمتونو د دفتر په مرسته، د اوولسمې ناحیې د ۴۱م ګذر په نجات ښارګوتي کې د سړک کانکرېټ کولو چارې چې، څه موده وړاندې پیل شوې وې تر دې دمه (۷۰) سلنه مخته تللې دي او ټاکل شوې ده تر راتلونکو (۲۰) ورځو پورې بشپړې او ګټې اخیستنې ته وسپارل شي. دغه پروژه له ښاري آسانتیاوو څخه د محرومو سیمو د اوسیدونکو د ستونزو د حل، او د کاري فرصتونو د رامنځته کولو په موخه د پلې کېدو په حال کې ده
د اوولسمې ناحیې په ۴۱م ګذر کې د سړک کانکرېټ کولو چارې ۷۰ سلنه مخته تللې دي