د کابل د هوا وضعیت

الوتني

د كابل شرعي وختونه

د سهار آذان 4.24 ق-ظ
لمر راختل 5.56 ق-ظ
د ماسپښين آذان 12:30 ب-ظ
د مازديګر آذان 4:15 ب-ظ
د ماښام آذان 6.11 ب-ظ
د ماسختن اَذان 7:32 ب-ظ

د نن ورځي د اسعارو بيه

1 دالر 71.85 افغانی
1 یورو 80.00 افغانی
1 درهم 19.60 افغانی
1 تومان 0.840 افغانی
1 کلدار 252 افغانی
1 هندی 822 افغانی

د کابل ورځپاڼی

په لومړۍ ناحیه کې د ونو خړوبولو حشر ترسره شو

12489.jpg (1820 × 1024)

د کابل ښاروالۍ د خپرونو او عامه پوهاوي ریاست په هڅونه، د ښاري کلتور دودولو او د ډله ایزو کارونو د ترسره کولو په موخه، په لومړۍ ناحیه کې د ونو او زرغونو سیمو د خړوبولو حشر ترسره شو. په دې حشر کې د کابل ښاروالۍ له مسئولینو سربېره، د عالمانو، ګذر وکیلانو او ځوانانو شوراګانو استازو ګډون کړی وو او ژمنه یې وکړه چې، د ښار د آبادۍ او زرغونتیا په برخه کې به له کابل ښاروالۍ سره مرسته کوي. د لومړۍ ناحیې مرستیال مولوي شمس الدین په خپلو خبرو کې ښاریان د ونو او زرغونو سیمو خړوبولو ته وهڅول او ویې ویل: د کابل ښاروالۍ د زرغونتیا ریاست دومره امکانات په واک کې نلري چې د ښار ټولې ونې او زرغونې سیمې خړوب کړي، له همدې امله د ټولو ښاریانو مرسته اړینه ګڼل کیږي. ورته مهال د کابل ښاروالۍ د خپرونو او عامه پوهاوي ریاست د عامه پوهاوي آمر محمد یاسین امین د اسلام له نظره د مسئولیت منلو او د ښاري کلتور دودولو په اړه معلومات وړاندې کړل او ویې ویل: په ښاري ژوند کې د هوساینې د تجربه کولو لپاره د مسئولینو او ښاریانو ترمنځ د پیاوړې همکارۍ شتون زموږ له ملي او دیني سپارښتنو څخه شمېرل کیږي او اسلام د نظم او جوړولو دین دی چې، دبشري ژوند د ټولو برخو لپاره ځانګړي اصول لري. د یادونې وړ ده چې، د یاد حشر په ترڅ کې د لومړۍ ناحیې اړوند سیمو کې ګڼ شمېر ونې او زرغونې سیمې خړوب شوې