الوتني

د کابل د هوا وضعیت


         

په کابل کی د آذان شرعی وختونه

د اجرا په حال کې...

د نن ورځی د اسعارو بیه

دی اجرا په حال کي...

د کابل ورځپاڼی

له هنګرها څلورلارې څخه د قصبې تر سړک پورې د نوي نښلوونکي سړک د جوړولو چارې په چټکۍ سره روانې دي

12496.jpg (1820 × 1024)

د کابل ښاروالۍ له لورې د هنګرها له څلورلارې څخه د قصبې تر سړک (میرزا عبدالقادر بیدل سړک) پورې د (۱۸۹۰) مترو په اوږدوالي او (۴۵) متره سور سره د  نوي نښلونکي سړک د جوړولو چارې په چټکۍ سره روانې دي. د دې سړک په اوږدو کې به د وزير آباد کانال د پاسه يو اساسي پل هم جوړ شي او په دې پروژه کې د پلو لارو، لښتیو، بايسکل چلولو کرښو، ګلدانونو، د څراغونو نصبولو، تم ځایونو، په سړک دکرښو اچولو او د ترافيکي نښو په شمول د یوه معیاري سړک ټول جزئيات شامل دي، چې په روان کال کې به بشپړ او ګټې اخیستنې ته وسپارل شي. د دې سړک په بشپړېدو سره به له یوې خوا د ښاریانو لپاره اوږد واټن را لنډه شي او له بلې خوا به په ورڅېرمه سړکونو کې د ترافیکي ګڼې ګوڼې مخه ونیول شي