الوتني

د کابل د هوا وضعیت


         

په کابل کی د آذان شرعی وختونه

د اجرا په حال کې...

د نن ورځی د اسعارو بیه

دی اجرا په حال کي...

د کابل ورځپاڼی

له آریانا څلورلارې تر صحت عامې څلورلارې پورې د سړک د بیارغونې چارې پیل شوې

12512.jpg (1820 × 1024)

د عامه تاسیساتو له ژر ویجاړېدو څخه د مخنیوي په موخه د کابل ښاروالۍ د کار ساتنې او مراقبت ریاست له لوري د نهمې ناحیې اړوند له آریانا څلورلارې څخه تر صحت عامې څلورلارې پورې د سړک د بیارغونې چارې پیل شوې. د کار ساتنې او مراقبت ریاست د سړکونو د بیارغونې آمر انجنیر شریف الله قادري وویل: د دې سړک یو شمېر برخې د وخت په تېرېدو ویجاړې او زیانمنې شوې وې چې، تر تخنیکي او فني مطالعاتو وورسته یې د پرمختللې ماشینرۍ په وسیله داغونه ونیول شول او د بیارغونې چارې به یې ترسره شي. نوموړي زیاته کړه چې،  د سړک دواړو خواوو ته د لښتیو او جدولونو نصبولو په ګډون د  ۱۲۰۰ مترو په اوږدوالي او د ۱۸ مترو په سور سره دا سړک په معیاري توګه بیارغول کیږي