ښاریانو ته د ترانسپورتي او ښاري آسانتیاوو رامنځته کولو په موخه، د پنځلسمې ناحیې په ۱۲م ګذر کې د (۷۱۰) مترو په اوږدوالي او (۶۰) مترو په سور سره د دوه فرعي سړکونو د کانکرېټ چارې روانې دي او ټاکل شوې ده تر راتلونکې یوې میاشتې پورې بشپړې شي. دا پروژه له آسانتیاوو څخه د محرومو سیمو اوسېدونکو ته د کاري بوختیاوو او ښاري آسانتیاوو رامنځته کولو په موخه د کابل ښاروالۍ له لوري او د ملګرو ملتونو د پروژوي خدمتونو د دفتر په مرسته پلې کیږي
د پنځلسمې ناحیې په ۱۲م ګذر کې د فرعي سړکونو کانکرېټ چارې روانې دي