د کابل ښار د اقتصادي ودې او ښاریانو ته د ترانسپورتي آسانتیاوو رامنځته کولو په موخه، د کابل ښاروالۍ له لوري د اتمې ناحیې اړوند له بني حصار سیمې څخه د بګرامیو ترپله پورې د (۷۵۰۰) مترو په اوږدوالي او (۸) مترو په سور سره د نوي نښلوونکي سړک د جوړولو چارې پیل شوې. د کابل ښاروالۍ د برنامو او پروژو د تنظیم ریاست د معلوماتو پر بنسټ؛ دغه سړک چې، د کابل- لوګر سړک د بګرامیو له سړک سره نښلوي؛ له شیوه کي، رحمن مېنې، ګل بته سیمې او د کارته نو تپې ترڅنګ تیرېږي چې، د ترافیکي بهیر د ویش او د سیمو د نښلولو په برخه کې ځانګړی اهمیت لري. دا سړک به د لښتیو په ګډون د کانکرېټ په بڼه د څه باندې (۷۸) میلیونه افغانیو په لګښت په اساسي توګه د روان کال په بهیر کې جوړ شي. د دې سړک په جوړېدو سره به له یوې خوا د سړک په اوږدو کې میشتو ښاریانو ته ګڼ شمېر آسانتیاوې رامنځته شي او له بل لوري به د کابل- لوګر سړک په ترافیکي بهیر کې د پام وړ کمښت راشي
له بني حصار سیمې څخه د بګرامیو تر پله پورې د نښلوونکي سړک دجوړولو چارې پیل شوې