د کابل د هوا وضعیت

الوتني

د كابل شرعي وختونه

د سهار آذان 4.00 ق-ظ
لمر راختل 5.2 ق-ظ
د ماسپښين آذان 12:45 ب-ظ
د مازديګر آذان 5:30 ب-ظ
د ماښام آذان 6.55 ب-ظ
د ماسختن اَذان 8:15 ب-ظ

د نن ورځي د اسعارو بيه

1 دالر 69.75 افغانی
1 یورو 77.48 افغانی
1 درهم 18.71 افغانی
1 تومان 1.2 افغانی
1 کلدار 245 افغانی
1 هندی 822 افغانی

د کابل ورځپاڼی

د مکروریانو له څلورلارې څخه تر تنګي غارو پورې د سړک د لومړۍ برخې د پراختیا او جوړولو لومړنۍ چارې پیل شوې

12518.jpg (1820 × 1024)

ښاریانو ته د ترانسپورتي آسانتیاوو رامنځته کولو او د ښار د اقتصادي او معیاري ودې په موخه، د کابل - جلال آباد سړک د لومړۍ برخې د پراختیا او جوړولو لومړنۍ چارې د مکروریانو له څلورلارې څخه تر تنګي غارو پورې د کابل ښاروالۍ له خوا پیل شوې. د کابل ښاروالۍ د برنامو او پروژو د تنظیم رئیس انجینر میرالرحمن ناصري په دې هکله وویل: د دې مهم سړک لومړۍ برخه د مکروریانو له څلورلارې څخه تر پکتیا کوټ پورې (۹۳۹۷) متره اوږدوالی او (۶۰) متره سور لري چې، په عصري او معیاري توګه به د څه باندې (۶۸۰) میلیونه افغانیو په لګښت د کابل ښاروالۍ له بودجې څخه د (۲۴) میاشتو په موده کې په دوه اصلي او دوه فرعي لیکو کې جوړ شي. نوموړي زياته کړه، چې په دې پروژه کې د لښتيو، پلولارو، ګلدانونو، د بايسکل چلولو کرښو، تمځایونو، د څراغونو نصبول او په سړکونو باندې د کرښو اچول هم شامل دي. د کابل-جلال آباد سړک چې، د کابل ښار له اقتصادي دهلېزونو څخه شمېرل کېږي، جوړول او پراختیا یې د ماستر پلان مطابق د کابل ښاروالۍ له لومړیتوبونو څخه او د هېوادوالو یوه پخوانۍ هیله ده، چې د ترسره کېدو په حال کې ده. د یادونې وړ ده چې، د سړک جوړونې د دې لویې پروژې په لومړنیو چارو کې د استملاکي ملکیتونو او خنډونو پاکول، کیندنې او د خاورې لېږدول شامل دي