الوتني

د کابل د هوا وضعیت


         

په کابل کی د آذان شرعی وختونه

د اجرا په حال کې...

د نن ورځی د اسعارو بیه

دی اجرا په حال کي...

د کابل ورځپاڼی

د برچي سړک په اوږدو کې د یوه پله د بیارغونې چارې پیل شوې

12520.jpg (1820 × 1024)

د کابل ښاروالۍ د کار، ساتنې او مراقبت ریاست له لوري د دیارلسمې ناحیې اړوند د قلعه نو په سیمه کې د یوه کوچني پله د بیارغونې چارې پیل شوې. د دیارلسمې ناحیې رئیس مولوي عبدالصمد عابد په دې اړه وویل: دغه پُل د برچي عمومي سړک په اوږدو کې د کانال د پاسه جوړ شوی چې، د وخت په تېرېدو او د ډېرې ګټې اخیستنې له امله یې ځینې برخې زیانمنې شوې دي. د نوموړي په وینا؛ تر تخنیکي او فني مطالعاتو وروسته د پله هغه برخه چې، د ګټې اخیستنې وړ نه وي بدلیږي او پاتې برخه یې د کابل ښاروالۍ د کار، ساتنې او مراقبت ریاست له لوري په بنسټیزه توګه بیارغول کیږي. د یاد پله د بیارغونې په چارو کې، د پله د ستنو بیارغونه او د پله د پاسه د قیر اچول شامل دي. دا پُل (۳۰) متره اوږدوالی او (۳) متره سور لري چې، ښاریان ترې د تګ راتګ په موخه ګته پورته کوي