د ښاري زیربناوو د ساتنې په موخه، د کابل ښاروالۍ د کار، ساتنې او مراقبت ریاست له لوري د ( کرک سیلینګ) او قیر په بڼه د هوایي ډګر او هنګرها څلورلارو تر منځ د سړک بیا رغونې چارې پیل شوې. هغه سړکونه چې، د وخت په تېرېدو او یا د موسمي بارانونو له امله درز پیدا کوي او د سړکونو د ژر ویجاړېدو لامل ګرځي، د (کرک سیلینګ) په بڼه جوړیږي ترڅو یې له ویجاړېدو څخه یې مخنیوی وشي. په همدې توګه تر تخنیکي او فني مطالعاتو وروسته د پرمختللې ماشینرۍ په وسیله، سړکونه لومړۍ برُش او وروسته یې د قیر په وسیله د بیارغونې چارې ترسره کیږي. د کابل ښاروالۍ د کار، ساتنې او مراقبت ریاست ژمنتیا لري ترڅو د ښار په کچه هغه سړکونه چې، داغ نیونې او بیارغونې ته اړتیا لري؛ د جوړولو په اړه یې اقدام وکړي
د هوایي ډګر او هنګرها څلورلارو تر منځ د سړک بیا رغونې چارې پیل شوې