د کابل د هوا وضعیت

الوتني

د كابل شرعي وختونه

د سهار آذان 5:00 ق-ظ
لمر راختل 5:44 ق-ظ
د ماسپښين آذان 12:30 ب-ظ
د مازديګر آذان 4:1 ب-ظ
د ماښام آذان 5:45 ب-ظ
د ماسختن اَذان 7:8 ب-ظ

د نن ورځي د اسعارو بيه

1 دالر 70.12 افغانی
1 یورو 74.84 افغانی
1 درهم 18.12 افغانی
1 تومان 0.980 افغانی
1 کلدار 241 افغانی
1 هندی 830.50 افغانی

د کابل ورځپاڼی

د پډولې اصلي سړک د جوړولو چارې روانې دي

12524.jpg (1820 × 1024)

د کابل ښاروالۍ له خوا په اوومه ناحیه کې د پډولې پروژې د عمومي سړک د جوړولو چارې روانې دي.  د کابل ښاروالۍ د برنامو او پروژو د تنظیم ریاست د معلوماتو له مخې، د سړک جوړولو په دې پروژه کې چې، (۶۵۷) متره اوږدوالی او (۳۰) متره سور لري،  د پلولارو، لښتیو، د سړک منځ ګلدانونو او یوه معیاري سړک د نورو جزیاتو جوړول هم شامل دي چې د نږدې درې میاشتو په موده کې به په اساسي ډول بشپړه شي. د دې سړک په جوړیدو سره به د پډولې پروژې ښارګوټی اقتصادي وده وکړي او ځایي اوسېدونکي به ترانسپورتي او ټولنیزو آسانتیاوو ته لاس رسی ومومي