د کابل د هوا وضعیت

الوتني

د كابل شرعي وختونه

د سهار آذان 4.00 ق-ظ
لمر راختل 5.2 ق-ظ
د ماسپښين آذان 12:45 ب-ظ
د مازديګر آذان 5:30 ب-ظ
د ماښام آذان 6.55 ب-ظ
د ماسختن اَذان 8:15 ب-ظ

د نن ورځي د اسعارو بيه

1 دالر 69.75 افغانی
1 یورو 77.48 افغانی
1 درهم 18.71 افغانی
1 تومان 1.2 افغانی
1 کلدار 245 افغانی
1 هندی 822 افغانی

د کابل ورځپاڼی

د دوولسمې ناحیې په اووم ګذر کې د دوه سړکونو د جوړولو چارې ۸۰ سلنه مخته تللې دي

12527.jpg (1820 × 1024)

ښاریانو ته د ښاري او ترانسپورتي آسانتیاوو رامنځته کولو په موخه، د دوولسمې ناحیې د اووم ګذر اړوند په احمدشاه بابا مېنه کې په ټولیزه توګه د (۶۳۷) مترو په اوږدوالي او له (۶ څخه تر۸ ) مترو په سور سره د دوه فرعي سړکونو د جوړولو چارې (۸۰) سلنه مخته تللې او ټاکل شوې ده تر راتلونکو (۱۵) ورځو پورې بشپړې او ګټې اخیستنې ته وسپارل شي. د کابل ښاروالۍ د برنامو او پروژو د تنظیم ریاست د معلوماتو پر بنسټ؛ په دې پروژه کې د لښتيو او د (۸) مترو په اوږدوالي او د (۲.۶) مترو په سور سره د کوچنيو پلونو جوړول هم شامل دي چې، په بشپړېدو سره به یې ښاریانو ته ګڼ شمېر ټولنیزې او ښاري آسانتیاوې رامنځته شي.  د یادونې وړ ده چې، د دې پروژې له لارې یو شمېر هېوادوالو ته دکار زمینه هم برابره شوې ده