د کابل د هوا وضعیت

الوتني

د كابل شرعي وختونه

د سهار آذان 4.00 ق-ظ
لمر راختل 5.2 ق-ظ
د ماسپښين آذان 12:45 ب-ظ
د مازديګر آذان 5:30 ب-ظ
د ماښام آذان 6.55 ب-ظ
د ماسختن اَذان 8:15 ب-ظ

د نن ورځي د اسعارو بيه

1 دالر 69.75 افغانی
1 یورو 77.48 افغانی
1 درهم 18.71 افغانی
1 تومان 1.2 افغانی
1 کلدار 245 افغانی
1 هندی 822 افغانی

د کابل ورځپاڼی

د هوايي بلاکونو سړک د پلو لارو د جوړولو چارې روانې دي

12536.jpg (1820 × 1024)

ښاریانو ته د تګ راتګ په برخه کې د آسانتیاوو رامنځته کولو او د ترافیکي پېښو د مخنیوي په موخه، د لسمې ناحیې اړوند د هوايي بلاکونو سړک دواړو خواوو ته د (۹۰۱) مترو په اوږدوالي او له (۲.۵ څخه تر ۲.۷) مترو پورې سور سره د پلو لارو جوړولو چارې روانې دي. پلې لارې چې، عامه ملکیت دی او په ټولو ښاریانو پورې اړه لري، د پلولارویانو د تګ راتګ په برخه کې له ځانګړي اهمیت څخه برخمنې دي او له هغو څخه باید شخصي ګټه وانخیستل شي. د یادونې وړ ده چې، د لسمې ناحیې اړوند د هوايي بلاکونو د سړک جوړولو دغه پروژه تېر کال د کابل ښاروالۍ له لوري د (۹۰۱) مترو په اوږدوالي او د (۱۹ او ۲۰) مترو په سور سره پیل شوې وه چې، تر اوسه یې (۹۸) سلنه چارې مخته تللې دي. دغه سړک د هوايي ډګر واټ له هوايي بلاکونو سره نښلوي چې، پلې لارې، ګلدانونه، لښتي او د اوبو زیرمې هم پکې شاملې دي او په دې وروستیو کې یې د کرښو اچولو چارې بشپړې شوې او په راتلونکې کې به یې د څراغونو نصبولو چارې هم ترسره شي