د کابل ښاروالۍ له لوري د دوه ویشتمې ناحیې اړوند له بت خاک ( ملالۍ) څلورلارې څخه د حلقوي سړک تر اوږدو پورې د نوي نښلوونکي سړک د جوړولو چارې چې، څه موده وړاندې پیل شوې وې، تر دې دمه ۳۲ سلنه مخته تللې دي. دا سړک ۱۳۲۵ متره اوږدوالی او ۴۵ متره سور لري چې، د لښتیو، پلو لارو، ګلدانونو، کرښو اچولو او نورو جزئیاتو په ګډون به یې چارې د روان کال تر پایه بشپړې شي. د کابل ښاروالۍ د پروګرامونو او پروژو د تنظیم ریاست انجنیران د یاد سړک د کار له کیفیت څخه په ټاکلي وخت تخنیکي او فني څارنې کوي. دوه ویشتمه ناحیه د کابل ښار یوه لېرې پرته او د پراختیا په حال کې ناحیه ده چې، د اقتصادي ودې په موخه به یې ورته نورې پروژې هم پلان او پلې شي
له بت خاک ( ملالۍ) څلورلارې څخه تر حلقوي سړک پورې د نوي سړک چارې ۳۲ سلنه مخته تللې دي