د پنځلسمې ناحیې د یوویشتم ګذر اړوند د مرجان ښارګوټي په سیمه کې د (۴۷۰) مترو په اوږدوالي، او د (۶-۷) مترو په سور سره د یوه سړک د جوړولو چارې چې، څه موده وړاندې د کابل ښاروالۍ له خوا او د ملګرو ملتونو د پروژوي خدمتونو د دفتر په مرسته پیل شوې وې، د بشپړیدو په حال کې دي. په دې پروژه کې د لښتيو جوړول هم شامل دي چې، تر اوسه یې (۹۰ ) سلنه چارې مخته تللې او په راتلونکو (۲۰) ورځو کې به بشپړې او ګټې اخیستنې ته وسپارل شي
د پنځلسمې ناحیې په یوویشتم ګذر کې د سړک جوړولو چارې د پشپړېدو په حال کې دي