د عامه تاسیساتو له ژر ویجاړېدو څخه د مخنیوي په موخه، د کابل ښاروالۍ د کار، ساتنې او مراقبت ریاست له لوري د هوايي ډګر او هنګرها څلورلارو ترمنځ د سړک د زیانمنو برخو قیرچارې روانې دي. د دې سړک ځني برخې چې، د وخت په تېرېدو سره زیانمنې شوې وې، تر تخنیکي او فني مطالعاتو وروسته یې د بیارغونې په اړه اقدام وشو. د کابل ښاروالۍ د کار، ساتنې او مراقبت ریاست د ښار په کچه هغه سړکونه چې، بیارغونې ته اړتیا لري یو پر بل پسې یې بیارغوي چې دا کار د عامه تاسیساتو د ساتنې په برخه کې له خورا ارزښت څخه برخمن دی
د هوايي ډګر له څلورلارې څخه تر هنګرها څلورلارې پورې د سړک د زیانمنو برخو قیرچارې روانې دي