الوتني

د کابل د هوا وضعیت


         

په کابل کی د آذان شرعی وختونه

د اجرا په حال کې...

د نن ورځی د اسعارو بیه

دی اجرا په حال کي...

د کابل ورځپاڼی

د بادام باغ د سړک جوړولو چارې ۳۰ سلنه مخته تللې دي

12553.jpg (1820 × 1024)

د څلورمې او اولسمې ناحیې اړوند د نادریې لېسې له څلورلارې څخه تر سرای شمالي څلورلارې پورې د بادام باغ نښلوونکي سړک د جوړولو چارې چې، څه موده وړاندې د کابل ښاروالۍ له لوري پیل شوې وې، (۳۰) سلنه مخته تللې دي. د کابل ښاروالۍ د برنامو او پروژو د تنظیم ریاست د معلوماتو پر بنسټ؛ دغه سړک چې،( ۳۲۸۹) متره اوږدوالی او له (۲۰ څخه تر۳۰ مترو) پورې سور لري، اوس مهال یې د کېندنو، خاورې لیږدولو او د سړک دواړو خواوو ته د لښتیو جوړولو چارې روانې دي. د بادام باغ سړک د کابل شمالي برخه له مرکزي برخې سره نښلوي چې، چارې به یې په روان کال کې بشپړې شي او ورسره جوخت به دسيمې په ترافیکي ګنه ګوڼه کې د پام وړ کموالی راشي