د کابل د هوا وضعیت

الوتني

د كابل شرعي وختونه

د سهار آذان 4.00 ق-ظ
لمر راختل 5.2 ق-ظ
د ماسپښين آذان 12:45 ب-ظ
د مازديګر آذان 5:30 ب-ظ
د ماښام آذان 6.55 ب-ظ
د ماسختن اَذان 8:15 ب-ظ

د نن ورځي د اسعارو بيه

1 دالر 69.75 افغانی
1 یورو 77.48 افغانی
1 درهم 18.71 افغانی
1 تومان 1.2 افغانی
1 کلدار 245 افغانی
1 هندی 822 افغانی

د کابل ورځپاڼی

په دیارلسمه ناحیه کې د دوو سړکونو د جوړولو پر وړاندې د خنډونو پاکولو چارې روانې دي

12555.jpg (1820 × 1024)

د دیارلسمې ناحیې اړوند له امید سبز ښارګوټي څخه تر عرفاني سړک( برچي سیمې) او پر دوام یې تر قلعه قاضي سیمې پورې د دوو نویو سړکونو دجوړولو پر وړاندې د خنډونو او استملاکي ملکیتونو د پاکولو او ویجاړولو چارې روانې دي ترڅو، د یادو سړکونو اساسي جوړولو ته زمینه برابره شي. د دغو سړکونو په اوږدو کې (۵۸۰) ملکیتونه تر استملاک لاندې دي چې، د استملاک قانون له مخې به یې مالکانو ته بدیل حقونه ورکړل شي. ټاکل شوې ده چې، له امید سبز ښارګوټي څخه تر عرفاني سړک پورې او پر دوام یې د (۱۱۴۶) مترو په اوږدوالي او د (۲۰) مترو په سور سره تر قلعه قاضي ( حلقوي سړک) پورې، د (۳۸۳۴) مترو په اوږدوالي او د (۴۵) مترو په سور سره د یادو سړکونو د جوړولو چارې تر راتلونکو اتلس میاشتو پورې په معیاري توګه بشپړې او ورسره جوخت به د کابل ښار د لوېدیځې برخې اقتصادې ودې ته زمینه برابره او ښاریانو ته به د تګ راتګ په برخه کې ګن شمېر آسانتیاوې رامنځته شي