
د کابل ښاروالۍ له لوري د درېیمې ناحیې اړوند له دهمزنګ څخه تر کوټه سنګي( میرویس میدان) پورې د (۳۲۲۶) مترو په اوږدوالي او (۳۰) مترو په سور سره د سړک د پراختیا او جوړولو چارې په عادي توګه روانې دي. د کابل ښاروالۍ د برنامو او پروژو د تنظیم ریاست د مسئولینو په وینا؛ د دې سړک چارې به د یوه معیاري سړک د ټولو برخو په ګډون د روان کال تر پایه په اساسي او معیاري توګه بشپړې شي. اوس مهال د کېندنو او خاورې لېږدولو سربېره، د دې سړک د لښتیو په جوړولو او د سړک پر وړاندې د پاتې استملاکي خنډونو د پاکولو چارې هم روانې دي. له دهمزنګ څخه تر کوټه سنګي پورې سړک د ماسټر پلان له مخې پراختیا مومي او ډېر ژر به یې له دهمزنګ څخه تر جوی شیر پورې د جوړولو چارې هم پیل شي ترڅو ښاریانو ته تګ راتګ په برخه کې آسانتیاوې رامنځته او په ترافیکي ګڼه ګوڼه کې به کمښت راشي


