الوتني

د کابل د هوا وضعیت


         

په کابل کی د آذان شرعی وختونه

د اجرا په حال کې...

د نن ورځی د اسعارو بیه

دی اجرا په حال کي...

د کابل ورځپاڼی

د پل حسن سړک د جوړولو او پراختیا لومړنۍ چارې پیل شوې

12559.jpg (1820 × 1024)

 ښاریانو ته د ترانسپورتي او ښاري آسانتیاوو رامنځته کولو په موخه، د اوومې ناحیې اړوند د ده دانا له بازار څخه تر پډولې سړک او چهلستون پورې د پل حسن سړک د جوړولو او پراختیا لومړنۍ چارې پیل شوې. د کابل ښاروالۍ د ښاري زیربناوو ریاست د ډیزاین له مخې دغه سړک چې، ( ۱۳۴۸) متره اوږدوالی او (۳۰) متره سور لري، په دوه لیکو کې به د لښتیو، ګلدانونو، د بایسکل چلولو لیکو او د یوه معیاري سړک د نورو برخو په ګډون په روان کال کې په معیاري توګه جوړ شي. اوس مهال د یاد سړک د جوړېدو په وړاندې د خنډونو له پاکولو سربېره، د خاورې لېږدولو او د لښتیو جوړولو چارې په عملي توګه روانې دي