د کابل ښاروالۍ له لوري او د ملګرو ملتونو د پروژوي خدمتونو د دفتر په مرسته، د نهمې ناحیې اړوند د ۱۸م ګذر په قلعه وزیر سیمه کې د (۳) کوڅو د جوړولو چارې روانې دي. دغه پروژه چې په ټولیزه توګه (۵۱۳) متره اوږدوالی او له (۳ څخه تر ۴.۵) مترو پورې سور لري، د لښتیو په ګډون یې چارې تر دې دمه (۶۰ ) سلنه مخته تللې دي. د دغو کوڅو په جوړېدو سره به د سیمې اوسېدونکي ګڼ شمېر ښاري او ټولنیزو آسانتیاوو ته لاس رسی ومومي. د یادونې وړ ده چې، په دې پروژه کې یو شمېر هېوادوالو ته د کار زمینه هم برابره شوې ده
د نهمې ناحیې په ۱۸م ګذر کې د کوڅو جوړولو چارې روانې دي