الوتني

د کابل د هوا وضعیت


         

په کابل کی د آذان شرعی وختونه

د اجرا په حال کې...

د نن ورځی د اسعارو بیه

1 دالر 63.20 افغانی
1 یورو 73.40 افغانی
1 درهم 17.25 افغانی
1 تومان 0.00039 افغانی
1 کلدار 0.217 افغانی
1 هندی 0.74 افغانی

د کابل ورځپاڼی

د ګل باغ سړک د لومړۍ برخې د جوړولو او پراختیا چارې روانې دي

12567.jpg (1820 × 1024)

د شپږمې او اوومې ناحیې اړوند له دارالامان مانۍ څخه تر فیصل ښارګوټي پورې د (۳۱۷۶) مترو په اوږدوالي او (۳۳) مترو په سور سره د ګل باغ سړک د لومړۍ برخې د جوړولو او پراختیا چارې روانې دي. د کابل ښاروالۍ د برنامو او پروژو د تنظیم ریاست د مسئولینو په وینا؛ د دغه سړک د جوړولو په پروژه کې د لښتي، ګلدانونو، پلو لارو، د بایسکل چلولو لیکو، څراغونو نصبولو او د یوه معیاري سړک دنورو برخو جوړول شامل دي چې، چارې به یې د نږدې یوه کال په موده کې په بنسټیزه توګه بشپړې شي. اوس مهال د دې سړک د خاورې لېږدولو، لښتیو او پلو لارو جوړولو چارې په عملي توګه روانې دي. د ګل باغ سړک چې د کابل لوېدیځه برخه له سویل سره نښلوي، په راتلونکي کې به د شلمې ناحیې اړوند تر چهل دختران سیمې او کابل- لوګر لویې لارې پورې دوام ومومي