د کابل ښاروالۍ له لوري او د هبیتات دفتر په مرسته، د درېیمې ناحیې اړوند د پنځم ګذر په کارته سخي سیمه کې د یو زرغونې سیمې د جوړولو چارې روانې دي. دغه زرغونه سیمه چې په (۲۵۰) متر مربع ځمکه کې له تیږو څخه د احاطې، پلو لارو، کرنیزې خاورې لېږدولو، نیالګیو او زینتي بوټو کېنولو په ګډون جوړیږي، تر دې مهاله یې (۸۵) سلنه چارې مخته تللې دي او ټاکل شوې ده تر راتلونکو دوه اونیو پورې بشپړې او ګټې اخیستنې ته وسپارل شي
د درېیمې ناحیې په پنځم ګذر کې د زرغونې سیمې د جوړولو چارې روانې دي