د کابل د هوا وضعیت

الوتني

د كابل شرعي وختونه

د سهار آذان 4.24 ق-ظ
لمر راختل 5.56 ق-ظ
د ماسپښين آذان 12:30 ب-ظ
د مازديګر آذان 4:15 ب-ظ
د ماښام آذان 6.11 ب-ظ
د ماسختن اَذان 7:32 ب-ظ

د نن ورځي د اسعارو بيه

1 دالر 71.85 افغانی
1 یورو 80.00 افغانی
1 درهم 19.60 افغانی
1 تومان 0.840 افغانی
1 کلدار 252 افغانی
1 هندی 822 افغانی

د کابل ورځپاڼی

د هوايي ډګر شمال خواته د زرغون کمربند په سیمه کې د خړوبولو حشر ترسره شو

12576.jpg (1820 × 1024)

د کابل ښاروالۍ د مسئولینو او د پنځلسمې ناحیې د اوسېدونکو په ګډون د هوايي ډګر شمال خواته د زرغون کمربند په سیمه کې د ونو خړوبولو حشر ترسره شو. د کابل ښاروالۍ د زرغونتیا ریاست مرستیال سراج الدین پټان په دې حشر کې له ګډونوالو څخه د مننې ترڅنګ وویل: د زرغونو سیمو او ونو د ساتلو مسئولیت یوازې د کابل ښاروالۍ د زرغونتیا ریاست مسئولیت نه دی؛ په دې برخه کې ټول ښاریان باید خپله ملي او اسلامي دنده ادا کړي. نوموړي زیاته کړه: د کابل ښاروالۍ د زرغونتیا ریاست د زرغونو سیمو د خړوبولو او پراختیا په برخه کې نه ستړې کېدونکې هڅې کوي خو د ښاریانو له مرستې پرته سخته ده چې، دوی خپل پلانونه په سمه توګه پلي کړي. ورته مهال د پنځلسمې ناحیې مرستیال مولوي سراج الدین د سیمې د اوسېدونکو په استازیتوب خبرې وکړې او ژمنه یې وکړه چې، د یادې ناحیې اړوند د ټولو زرغونو سیمو په ځانګړې توګه د قصبې سیمې (زرغون کمربند) د ونو خړوبولو په برخه کې به د ښاریانو او خصوصي سکټور په مرسته ګټورې کړنې ترسره کړي.  د نوموړي په وینا زرغونې سیمې او ونې د انسان په ژوند کې ډېر مثبت  رول لري