د پنځلسمې ناحیې اړوند له هنګرها څلورلارې څخه تر قصبې ( میرزا عبدالقادر بېدل) سړک پورې د نوي نښلوونکي سړک څه باندې یو کیلو متر برخه قیر کولو ته چمتو شوې ده. د سړک جوړونې دغه پروژه (۱۸۹۰) متره اوږدوالی او (۴۵) متره سور لري چې، تر اوسه یې (۴۰) سلنه چارې مخته تللې دي. د لښتیو او نښلوونکو کانالونو او پلو لارو جوړول، د بایسکل چلولو کرښې، ګلدانونه، تم ځایونه، کرښې اچول او د ترافیکي نښو نصبول د دې سړک مهمې برخې دي. همدا شان د یاد سړک په اوږدو کې د وزیر آباد کانال د پاسه د (۱۲.۸۰) مترو په اوږدوالي او د (۱۲،۸۰) مترو په سور سره د دوه پلونو جوړول هم د دې پروژې برخه ده چې، ډېر ژر به د کابل ښاروالۍ د کار، ساتنې او مراقبت ریاست له لوري جوړ شي
له هنګرها څلورلارې څخه تر قصبې سړک پورې د نوي سړک څه باندې یو کیلو متر برخه قیر کولو ته چمتو ده