الوتني

د کابل د هوا وضعیت


         

په کابل کی د آذان شرعی وختونه

د اجرا په حال کې...

د نن ورځی د اسعارو بیه

دی اجرا په حال کي...

د کابل ورځپاڼی

د شپږمې ناحیې په ۱۸م او ۲۲م ګذر کې د فرعي سړک جوړولو چارې به ډېر ژر بشپړې شي

12582.jpg (1820 × 1024)

د کابل ښاروالۍ له لوري او د ملګرو ملتونو د پروژوي خدمتونو د دفتر په مرسته، د شپږمې ناحیې د قلعه بختیار سیمې اړوند په ۱۸م او ۲۲م ګذر کې په ټولیزه توګه د (۸۵۰) مترو په اوږدوالي او د (۴ او ۵) مترو په سور سره د فرعي سړک د جوړولو چارې چې، څه موده وړاندې پیل شوې وې، ډېر ژر به بشپړې او ګټې اخیستنې ته وسپارل شي.  د شپږمې ناحیې رئیس مولوي عبدالخالق بدر په دې اړه وویل: د دغه فرعي سړک په جوړېدو سره به د سیمې د اوسېدونکو ګن شمېر ستونزې هوارې او ترانسپورټي آسانتیاوو ته به لاس رسی ومومي. نوموړي زیاته کړه: د یادې ناحیې اړوند له ښاري آسانتیاوو څخه په محرومو سیمو کې به ورته نورې پروژې هم طرحه او پلې شي. د يادونې وړ ده، چې د کابل ښاروالۍ د پروژو او برنامو د تنظیم رياست انجنيران تل د کار د ښه کيفيت او په ټاکلي وخت د پروژې د پلي کېدو په موخه، فني او تخنيکي څارنې ترسره کوي