د کابل ښاروالۍ له خوا د پنځمې ناحیې اړوند د قمبر څلورلارې د بلاکونو له مخې څخه تر (۴۰) متره سړک پورې، د سړک جوړولو او پراختیا چارې روانې دي. د سړک جوړولو په دغه پروژه کې چې، (۵۵۸) متره اوږدوالی او (۴۶) متره سور لري، د پلولارو او ګلدانونو جوړول، د څراغونو نصبول او د یو معیاري سړک نور جزئیات شامل دي. ورته مهال د دغه سړک د جوړولو پر وړاندې د خنډونو پاکول هم دوام لري. د یادونې وړ ده چې له ذاکرين ښارګوټي څخه تر قرغې سړک پورې له نوي سړک سره د دغه سړک ترافیکي بهیر یو ځای کېږي او بیا وروسته کمپنۍ او ور څېرمه سيمو کې ویشل کېږي
د قرغې سړک د جوړولو او پراختیا چارې روانې دي