د کابل د هوا وضعیت

الوتني

د كابل شرعي وختونه

د سهار آذان 5:00 ق-ظ
لمر راختل 5:44 ق-ظ
د ماسپښين آذان 12:30 ب-ظ
د مازديګر آذان 4:1 ب-ظ
د ماښام آذان 5:45 ب-ظ
د ماسختن اَذان 7:8 ب-ظ

د نن ورځي د اسعارو بيه

1 دالر 70.12 افغانی
1 یورو 74.84 افغانی
1 درهم 18.12 افغانی
1 تومان 0.980 افغانی
1 کلدار 241 افغانی
1 هندی 830.50 افغانی

د کابل ورځپاڼی

په درېیمه ناحیه کې دونو د خړوبولو حشر تر سره شو

12594.jpg (1820 × 1024)

د کابل ښاروالۍ د مسئولینو او د درېیمې ناحیې د اوسېدونکو په ګډون، د یادې ناحیې اړوند سیمو کې د اوبو لګولو کمپاین ترسره شو چې په پایله کې یې ونې او زرغونې سیمې خړوب شوې. په دې حشر کې د درېیمې ناحیې مرستیال مفتي اختر محمد عثماني د دې ناحیې ټول اوسېدونکي د ونو او زرغونو سیمو خړوبولو ته راوبلل او ویې ویل: نیالګیو او ونو ته اوبه ورکول جاري صدقه ده. دغه راز د کابل ښاروالۍ د خپرونو او عامه پوهاوي رياست د عامه پوهاوي آمر محمد ياسين امين هم په ښاري ژوند کې د زرغونو سیمو پر اهمیت خبرې وکړې او ويې ويل: ښکلی او زرغون ښار د ټولو ښاریانو په مرسته رامنځته کیدی شي؛ که هر یو زموږ یوې ونې یا یوه نیالګي ته اوبه ورکړو او له هغه څخه څارنه وکړو، کابل ښار به په یوه ښکلي، زرغون او غوړېدلي ښار بدل شي، ځکه د کابل ښاروالۍ د زرغونتیا ریاست کارکوونکي او امکانات دومره نه دي چې د ښار ټولو ونو ته اوبه ورکړي. همدا شان په دې حشر کې ګډونوالو ژمنه وکړه چې، د ونو او زرغونو سیمو د اوبو لګولو په برخه کې به خپله دیني او ملي دنده ترسره کړي