الوتني

د کابل د هوا وضعیت


         

په کابل کی د آذان شرعی وختونه

د اجرا په حال کې...

د نن ورځی د اسعارو بیه

دی اجرا په حال کي...

د کابل ورځپاڼی

د څلورمې ناحیې په پنځم ګذر کې د فرعي سړکونو کانکرېټ چارې روانې دي

12596.jpg (1820 × 1024)

ترانسپورټي آسانتیاوو ته د لاس رسي په موخه د کابل ښاروالۍ له لوري د ملګرو ملتونو د پروژوي خدمتونو د دفتر په مرسته د څلورمې ناحیې به پنځم ګذر د تایمنیو پروژې په سیمه کې د ۴۹۰ مترو په اوږدوالي او د ۶ مترو په سور سره د ۳ کوڅو د جوړولو چارې روانې دي. د کابل ښاروالۍ د پروګرامونو او پروژو د تنظیم ریاست د معلوماتو پر بنسټ؛ دا فرعي سړکونه د لښتیو په ګډون جوړیږي چې، تر دې مهاله یې ۷۰ سلنه چارې مخته تللې دي او ټاکل شوې ده تر راتلونکو دوه اونیو پورې په بنسټيزه توګه بشپړې شي. دا پروژه له آسانتیاوو څخه د محرومو سیمو اوسېدونکو ته د ښاري آسانتیاوو او کاري بوختیاوو رامنځته کولو په موخه طرحه او پلې کیږي