د کابل ښاروالۍ له لوري د ملګرو ملتونو د پروژوي خدمتونو د دفتر په مرسته د نهمې ناحیې په ۲۷م ګذر کې د ۹ کوڅو د جوړولو چارې روانې دي. دا پروژه په ټولیزه توګه ۷۳۶ متره اوږدالی او ۴ متره سور لري چې، چارې به یې د یوې میاشتې په موده کې په بنسټیزه توګه بشپړې شي. د دې پروژې له لارې یو شمېر هېوادوالو ته د کار زمینه هم برابره شوې ده. دا پروژه له آسانتیاوو څخه د محرومو سیمو اوسېدونکو ته د ښاري آسانتیاوو رامنځته کولو په موخه د پلي کېدو په حال کې ده چې، ورسره جوخت به د ښاریانو ترانسپورټي او ټولنیزې ستونزې حل شي
د نهمې ناحیې په ۲۷م ګذر کې د کوڅو کانکرېټ چارې روانې دي