د کابل د هوا وضعیت

الوتني

د كابل شرعي وختونه

د سهار آذان 4.00 ق-ظ
لمر راختل 5.2 ق-ظ
د ماسپښين آذان 12:45 ب-ظ
د مازديګر آذان 5:30 ب-ظ
د ماښام آذان 6.55 ب-ظ
د ماسختن اَذان 8:15 ب-ظ

د نن ورځي د اسعارو بيه

1 دالر 69.75 افغانی
1 یورو 77.48 افغانی
1 درهم 18.71 افغانی
1 تومان 1.2 افغانی
1 کلدار 245 افغانی
1 هندی 822 افغانی

د کابل ورځپاڼی

د رحمن مېنې د E برخې سړک دویمه طبقه قیر چارې پیل شوې

12600.jpg (1820 × 1024)

د اتمې ناحیې اړوند د رحمن مېنې د E برخې سړک د لومړۍ طبقه قیر چارو بشپړېدو وروسته، د یاد سړک دویمه طبقه قیر چارې پیل شوې. د کابل ښاروالۍ د پروګرامونو او پروژو د تنظیم ریاست د زیربنايي پروژو د څارنې آمر انجنیر محمد حامد سادات وویل: له ستانکزي بلاکونو څخه تر کارته نو سړک د ۳۳۰۰ مترو په اوږدوالي او د ۱۱.۲، ۱۲.۵ او ۴۰ مترو په سور سره د یاد سړک د جوړولو چارې تېر کال پیل شوې وې چې، تر دې مهاله ۹۰ سلنه مخته تللې دي او هڅه کیږي ترڅو هرڅه ژر بشپړې شي. نوموړي زیاته کړه: د سړک جوړونې دا لویه پروژه نښلوونکي کانالونه، لښتي، ګلدانونه، پلې لارې، تم ځایونه، د بایسکل چلولو لیکې او د یوه معیاري سړک نور جزئیات په بر کې نیسي. په همدې توګه د یاد سړک په اوږدو کې د ۱۰۰۵ مترو په اوږد الي، ۱.۵ مترو په سور او د ۱.۵ مترو په ژوروالي د یوه کانال د جوړېدو چارې هم د بشپړېدو په حال کې دي. دا پروژه له خورا ارزښت څخه برخمنه ده چې، په بشپړېدو سره به یې ښاریانو ته د تګ راتګ په برخو کې ګڼې آسانتیاوې رامنځته او د سیمو اقتصادي ودې ته به زمینه برابره شي. د یادونې وړ ده چې، د کابل ښاروالۍ د پروګرامونو او پروژو د تنظیم ریاست انجنیران د یادې پروژې د کار له کیفیت څخه په ټاکلي وخت تخنیکي او فني څارنې کوي