د کابل ښاروالۍ له لوري د ملګرو ملتونو د پروژوي خدمتونو د دفتر په مرسته د څلورمې ناحیې په لومړي ګذر د تایمنیو پروژې په پنځم سړک سیمه کې د یوه تفريحي پارک د جوړولو چارې چې، څه موده وړاندې پیل شوې وې، تر دې مهاله ۷۰ سلنه مخته تللې دي. دا پارک په ۸۶۴۰ متر مربع ځمکه کې د احاطې، پلو لارو، چمن کرلو، نیالیګو او ګلانو کېنولو په ګډون جوړیږي چې، چارې به یې تر راتلونکې یوې میاشتې پورې بشپړې شي
د څلورمې ناحیې په لومړي ګذر کې د تفریحي پارک جوړولو چارې ۷۰ سلنه مخته تللې دي