د کابل د هوا وضعیت

الوتني

د كابل شرعي وختونه

د سهار آذان 5:00 ق-ظ
لمر راختل 5:44 ق-ظ
د ماسپښين آذان 12:30 ب-ظ
د مازديګر آذان 4:1 ب-ظ
د ماښام آذان 5:45 ب-ظ
د ماسختن اَذان 7:8 ب-ظ

د نن ورځي د اسعارو بيه

1 دالر 70.12 افغانی
1 یورو 74.84 افغانی
1 درهم 18.12 افغانی
1 تومان 0.980 افغانی
1 کلدار 241 افغانی
1 هندی 830.50 افغانی

د کابل ورځپاڼی

له مکروریانو څلورلارې څخه تر تنګي غارو پورې د سړک د لومړۍ برخې پر وړاندې د خنډونو پاکولو چارې پیل شوې

12604.jpg (1820 × 1024)

له څو ځله خبرتیا وروسته د کابل ښاروالۍ له لوري د کابل- جلال آباد سړک په اوږدو کې له مکروریانو څلورلارې څخه تر تنګي غارو پورې د نوي سړک د لومړۍ برخې د جوړولو او پراختیا پر وړاندې د شته استملاکي خنډونو د پاکولو چارې پیل شوې. د یاد سړک په اوږدو کې ۵۳۵ ملکیتونه او کورونه تر استملاک لاندې دي چې، د قانون له مخې به یې مالکانو ته بدیل حقونه ورکړل شي. د ۹۳۹۷ مترو په اوږدوالي او د ۶۰ مترو په سور سره له مکروریانو څلورلارې څخه تر پکتیا کوټ پورې د دې مهم سړک لومړۍ برخه د کابل ښاروالۍ له داخلي بودیجې څخه د څه باندې ۶۸۰ میلیونه افغانیو په لګښت د ۲۴ میاشتو په موده کې په دوه اصلي او دوه فرعي لیکو کې جوړېږي. د پلو لارو، لښتیو او ګلدانونو جوړول، د بایسکل چلولو کرښې، تم ځایونه، د څراغونو نصبول او د یوه معیاري سړک نورې برخې هم په دې پروژه کې شاملې دي