د کابل د هوا وضعیت

الوتني

د كابل شرعي وختونه

د سهار آذان 5:00 ق-ظ
لمر راختل 5:44 ق-ظ
د ماسپښين آذان 12:30 ب-ظ
د مازديګر آذان 4:1 ب-ظ
د ماښام آذان 5:45 ب-ظ
د ماسختن اَذان 7:8 ب-ظ

د نن ورځي د اسعارو بيه

1 دالر 70.12 افغانی
1 یورو 74.84 افغانی
1 درهم 18.12 افغانی
1 تومان 0.980 افغانی
1 کلدار 241 افغانی
1 هندی 830.50 افغانی

د کابل ورځپاڼی

له بني حصار سیمې څخه د بګرامیو تر پله پورې د نښلوونکي سړک چارې روانې دي

12606.jpg (1820 × 1024)

د کابل ښار د اقتصادي ودې او ښاریانو ته د ترانسپورتي آسانتیاوو رامنځته کولو په موخه، د کابل ښاروالۍ له لوري د اتمې ناحیې اړوند له بني حصار سیمې څخه د بګرامیو ترپله پورې د ۷۵۰۰ مترو په اوږدوالي او ۸ مترو په سور سره د نوي نښلوونکي سړک د جوړولو چارې روانې دي. دا سړک چې د کابل- لوګر سړک د بګرامیو له سړک سره نښلوي، له شیوه کي، رحمن مېنې، ګل بته سیمې او د کارته نو تپې ترڅنګ تیرېږي، او د ترافیکي بهیر د ویش او د سیمو د نښلولو په برخه کې ځانګړی ارزښت لري. دغه سړک به د لښتیو په ګډون له کانکرېټ څخه په بنسټيزه توګه د روان کال په بهیر کې جوړ شي. د یاد سړک په جوړېدو سره به له یوې خوا د سړک په اوږدو کې میشتو ښاریانو ته ګڼې آسانتیاوې رامنځته شي او له بل لوري به د کابل- لوګر سړک په ترافیکي بهیر کې د پام وړ کمښت راشي