د اوومې ناحیې اړوند سیمو کې د ونو خړبولو حشر د دې ناحیې د مسئولینو او ښاریانو په ګډون ترسره شو، چې په پایله کې یې ونې او زرغونې سیمې خړوب شوې. د اوومې ناحیې رئیس مولوي عبدالغفور غفوري په دې حشر کې له ګډونوالو څخه د مننې په ترڅ کې وويل: د نیالګیو او ونو خړوبول، یو له نیکو عملونو څخه دی چې دا باید هیڅکله هیر نشي. نوموړي زياته کړه، چې ونې او زرغونې سیمې په ښاري ژوند کې ځانګړى اهميت لري، ښکلی او زرغون ښار د ټولو ښاریانو په مرسته رامنځته کیدی شي؛ که هر یو زموږ یوې ونې یا بوټي ته پاملرنه وکړو او هغو ته اوبه ورکړو، کابل ښار به په یوه ښکلي او زرغون ښار بدل شي، ځکه د کابل ښاروالۍ د زرغونتیا ریاست کارکوونکي او امکانات دومره نه دي چې د ښار ټولو ونو ته اوبه ورکړي. په ورته وخت کې د اوومې ناحیې مشرانو ژمنه وکړه چې، د ونو او زرغونو سیمو په خړوبولو او ساتنه کې به خپله دیني او ملي دنده ترسره کړي.
په اوومه ناحیه کې د ونو خړبولو حشر ترسره شو