الوتني

د کابل د هوا وضعیت


         

په کابل کی د آذان شرعی وختونه

د اجرا په حال کې...

د نن ورځی د اسعارو بیه

دی اجرا په حال کي...

د کابل ورځپاڼی

د ګل باغ سړک د لومړۍ برخې د جوړولو او پراختیا چارې روانې دي

12667.jpg (1820 × 1024)

د شپږمې او اوومې ناحیې اړوند له دارالامان مانۍ څخه تر فیصل ښارګوټي پورې د ګل باغ سړک د لومړۍ برخې د جوړولو او پراختیا چارې روانې دي او هڅه کیږي ترڅو دا پروژه په ټاکلي وخت او ښه کیفیت بشپړه شي. د کابل ښاروالۍ د برنامو او پروژو د تنظیم ریاست د مسئولانو په وینا؛ دا سړک  ۳۱۷۶ متره اوږدوالی او ۳۳ متره سور لري او په راتلونکې کې به د شلمې ناحیې اړوند تر چهل دختران سیمې او کابل- لوګر سړک پورې دوام ورکړل شي. اوس مهال د دې سړک د خاورې لېږدولو، لښتیو او پلو لارو جوړولو چارې په عملي توګه روانې دي. د ګل باغ سړک چې د کابل لوېدیځه برخه له سویل سره نښلوي، د ترافیکي حجم د کموالي او د سیمو په اقتصادي وده کې خورا ارزښت لري