د کابل ښاروالۍ له لوري او د ملګرو ملتونو د پروژوي خدمتونو د دفتر په مرسته، د اتمې ناحیې اړوند د ۵م ګذر په کارته نو سیمه کې د (۸۰۵) مترو په اوږدوالي او (۷) مترو په سور سره د یوه فرعي سړک کانکرېټ چارې د بشپړېدو په حال کې دي. د دې سړک په جوړېدو سره به د سیمې اوسېدونکي ګڼ شمېر ټولنیزو او ترانسپورتي آسانتیاوو ته لاس رسی ومومي. د یادونې وړ ده چې، په دې پروژه کې یو شمېر هېوادوالو ته د کار زمینه هم برابره شوې ده
اتمې ناحیې په پنځم ګذر کې د یوه فرعي سړک کانکرېټ چارې د بشپړېدو په حال کې دي