الوتني

د کابل د هوا وضعیت


         

په کابل کی د آذان شرعی وختونه

د اجرا په حال کې...

د نن ورځی د اسعارو بیه

دی اجرا په حال کي...

د کابل ورځپاڼی

د مکروریانونو له څلورلارې څخه تر تنګي غارو پورې د سړک د لومړۍ برخې پر وړاندې د خنډونو پاکولو چارې روانې دي

12681.jpg (1820 × 1024)

د کابل ښاروالۍ له لوري د کابل- جلال آباد سړک په اوږدو کې د مکروریانونو له څلورلارې څخه تر تنګي غارو پورې د نوي سړک د لومړۍ برخې د جوړولو او پراختیا پر وړاندې د شته استملاکي ملکیتونو او نورو خنډونو د پاکولو چارې روانې دي. د یاد سړک په اوږدو کې (۵۳۵) ملکیتونه تر استملاک لاندې دي چې، د استملاک قانون له مخې به یې مالکانو ته بدیل حقونه ورکړل شي. ټاکل شوې ده  چې، د مکروریانونو له څلورلارې څخه تر پکتیا کوټ پورې د دې مهم سړک لومړۍ برخه د (۹۳۹۷) مترو په اوږدوالي او د (۶۰) مترو په سور سره د (۲۴)میاشتو په موده کې په دوه اصلي او دوه فرعي لیکو کې بشپړه شي. د یادونې وړ ده چې، په دې پروژه کې د پلو لارو، لښتیو او ګلدانونو جوړول، د بایسکل چلولو کرښې، تم ځایونه، د څراغونو نصبول او د یوه معیاري سړک نورې برخې هم شاملې دي